پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د سولې د راتګ برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ګاونډي هېوادونه په تېره چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.
ښاغلي کرزي ویلي، چین پر پاکستان پراخ نفوذ لري او د دې اړتیا ده چې دغه هېواد په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي.
حامد کرزی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ښه سترګه ګوري او په وینا یې اوس افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او کولی شي د خپل هېواد چارې په خپله کنټرول کړي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، که افغانان سره یو لاس شي، په خپلو کې سره کېني، جګړې ختمې کړي نو ښه راتلونکې د افغانستان لپاره د وړاندوینې وړ ده.
جمهورخبري آژانس:کابل