۰

طالبان: که بهرني ځواکونه پاتې شول بریدونه پرې کوو

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
وروسته له هغې، چې افغانستان کې د یو شمېر امریکايي او برېتانوي پوځیانو د پاتې کېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه ونوځي دوی به پرې بریدونه وکړي.
طالبان: که بهرني ځواکونه پاتې شول بریدونه پرې کوو
وروسته له هغې، چې افغانستان کې د یو شمېر امریکايي او برېتانوي پوځیانو د پاتې کېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه ونوځي دوی به پرې بریدونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو یو ځل بیا له افغانستان د ټولو بهرنوی ځواکونو په وتلو ټینګار کړی وايي، دوی د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني.

ځینې راپورونه وايي، امریکا او برېتانیا د خپلو دیپلوماتیکو ادارو د امنیت ساتنې لپاره د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو تکل کې دي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي سهیل شاهین وايي، دوی د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري، خو په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي شتون نه مني.

شاهین د وروستیو جګړو په اړه ویلي، دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزرات په تازه څرګندونو کې منلې، چې دوی به کابل کې خپل سفارت کې یوه پوخي اډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي