په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۴۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

12 سرطان 1400 ساعت 11:06

ملي دفاع وزرات وايي، د هېواد بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې ۳۴۴ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزرات وايي، د هېواد بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې ۳۴۴ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

دفاع وزارت زیاته کړې، افغان ځواکونو لوګر، پکتیکا، کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، فراه، کاپیسا بلخ ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې کړې دي.

سرچینه وايي، په دغه جګړو او عملیاتو کې ۲۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزرات د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com