۰
عمران خان:

امریکا رانه غواړي پر طالبانو فشار راوړ خو موږ دا توان نه لرو

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۱
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د مداخلو پلوي نه دی او په دغه هېواد کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي.
امریکا رانه غواړي پر طالبانو فشار راوړ خو موږ دا توان نه لرو
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د مداخلو پلوي نه دی او په دغه هېواد کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان هم د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر خبره تایید کړې، چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي، خو وايي، دوی دومره توان نه لري، چې فشار پرې راوړي.

نوموړي چې پارلمان ته وینا کوله ویلي، امریکا ترې غواړي، څو د سولې په موخه پر طالبانو فشار راوړي، خو په وینا یې دوی د دې کار وړتیا لري.

عمران خان ټینګار کړي، چې په پاکستان کې یوازې د طالب مشرانو کورنۍ دي چې دوی یې د کورنۍ غړي نه شي زنداني کولی.

خان زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د سولې پلویان دي او د دې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، په افغانستان کې د هېڅ ډلې او لوري ملاتړ نه کوي او نه هم په دغه هېواد کې د کومې ستراتژيکې ګټې په لټه کې دي، خو غواړي افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې پای ته ورسوي.

د عمران خان په وینا دوی هغه څه غواړي چې افغانان یې ځان ته غواړي او پاکستان په دې برخه کې مرسته ورسره کوي.

عمران خان تر دې وړاندې هم دغه ډول څرګندونې کړې دي، خو افغان حکومت په دې باور دی چې پاکستان د سولې په مسئله کې دوه مخی چلند کوي او په هېواد کې د روانې جګړې تر شا دی.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم دوه ورځې وړاندې په یوه مقاله کې ویلي و، چې پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخې پالیسي چلوي او هغه څه چې وایي، یې په عمل کې یې نه پلي کوي.

دغه راز د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر هم ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه ده او دغه هېواد غواړي طالبان یو ځل بیا واک ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي