د افغان ځواکونو کورنیو ته د ۱۰ زره نمرو ځکې د وېش لړۍ پیل شوه

10 سرطان 1400 ساعت 11:27

افغان حکومت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دیني عالمانو کورینو ته چې په جګړو او جومانداتو کې په بریدونو کې وژل شوي، د ۱۰ زره نمرو ځمکې د وېش لړۍ پیل کړه.


افغان حکومت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دیني عالمانو کورینو ته چې په جګړو او جومانداتو کې په بریدونو کې وژل شوي، د ۱۰ زره نمرو ځمکې د وېش لړۍ پیل کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لړۍ پرون چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه په رسمي ډول د یو مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر غني له خوا پیل شوه.

ښاغلي غني په دغه مراسمو کې د یو شمېر دغو کورنیو ته د ځمکو د ملکیت سند د ورکولو په مهال وویل چې د افغانستان دولت او ملت د افغان نظامیانو او د دیني عالمانو د قربانیو پوروړي دي او ورته د ځمکو په ورکولو سره د دغه پور یوه کوچنۍ برخه ادا کوي.

ولسمشر غني ویلي، دولت د دې پروسې شفافیت ته بشپړ ژمن دی او د شهیدانو کورنۍ به په ټوله پروسه څار کوي.

نوموړي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه کړې چې د افغان نظامیانو او د دیني عالمانو پاتې کورنیو ته د نمرو د وېش لپاره ژر تر ژره په ټول افغانستان کې ځمکې تثبیت کړي.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې په دې پروسه کې غاصبینو ته ځای نشته او اړوندو ادارو ته یې دنده سپارلې ترڅو دغه پروسه ډیجیټلي کړي.

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت له دغې پروسې څخه په هرکلي ویلي دي چې د وژل شویو افغان نظامیانو کورنیو ته د ځمکو وېش د هغوي قربانیو ته د درناوي په معنا دی.

د دغه وزارت سرپرست حمیدالله فاروقي په یوه خبرپانه کې ویلي، په دغې پروسه کې شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com