د امریکا پخوانی دفاع وزیر ډونالډ رامسفیلډ ومړ

10 سرطان 1400 ساعت 8:52

د امریکا هغه دفاع وزیر مړ شو، چې پر افغانستان او عراق یې د یرغل پلان طرحه جوړه کړې وه او د امریکا دفاع وزیر وو.


د امریکا هغه دفاع وزیر مړ شو، چې پر افغانستان او عراق یې د یرغل پلان طرحه جوړه کړې وه او د امریکا دفاع وزیر وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رامسفیلډ ۸۸ کلن و او د نیو مکسیکو په ټاوس ښار کې اوسېده او په خپل کور کې مړ شوی دی.

راپورونه وايي، رامسفیلډ د هډوکو په یوډول سرطان (myeloma) اخته و او د همدې ناروغۍ له کبله ومړ.

رامسفیلډ لومړی له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۷ پورې د جیرالډ فورډ د ولسمشرۍ په دوره کې او بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د جورج ډبیلو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه کار کړی دی.

په ۲۰۰۱ م کال رامسفیلډ هغه مهال ډېر مشهور شو چې امریکايي پوځیانو پر افغانستان د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو په خاطر یرغل وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com