ډاکتر عبدالله له جنرال مېلر سره خبرې کړې

8 سرطان 1400 ساعت 8:48

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.


د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپېدار ماڼۍ وايي، د عبدالله، مېلر او ویلسن لیدنه پرون دوشنبې د چنګاښ ۷ مه شوې او دواړو لورو په کې د افغانستان په روان وضعیت او سولې پروسې خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، جنرال مېلر او ویلسن ډاډ ورکړ، چې دوی به له افغان ځواکونو او افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال مېلر ویلي، دوی د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي، چې د سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان حکومت په بېلو بشري برخو کې د امریکا له مرستو مننه کوي او تمه لري چې په دغه مرستو او همکاریو کې لا پراختیا رامنځ ته شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ مهم بللی دی او د دې برخې د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس 


د مطلب کود: 140198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com