له افغان طالبانو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر غوښتنه:

پاکستاني طالبان مه پرېږدی چې پاکستان او خلکو ته یې ضرر ورسوي

6 سرطان 1400 ساعت 14:13

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له افغان طالبانو غوښتي، چې پاکستاني طالبان یا تي ټي پي او نورې ورنکارې ډلې د پاکستان ضد کړنو ته پرېنږدي.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له افغان طالبانو غوښتي، چې پاکستاني طالبان یا تي ټي پي او نورې ورنکارې ډلې د پاکستان ضد کړنو ته پرېنږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رشید پرون شنبې د چنګاښ ۵ مه اسلام آباد کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر امریکا ته په خپله خاوره کې د اډو نه ورکولو ځواب ورکړی دی.

د هغه په وینا عمران خان ویلي، دوی به په خپله خاوره کې د افغانستان د خلکو په ضد چا ته پوځي اډې ورنه کړي او نه به هم د پاکستان خاوره څوک د افغانستان پر ضد وکاروي.

خو شیخ رشید ویلي، دوی له افغان طالبانو هم هیله لري، چې ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان ضد اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې«موږ دطالبانو نه هم دا هېله لرو چې هغوی به ټي ټي پي (پاکستاني طالبان او نور عناصر داسې څه ګام ته پرې نه ږدي چې د پاکستان خلکو ته ورسره زیان رسېدای شي.»

د یادونې ده، څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا صوبې یو وزیر هشام انعام الله د اسمبلۍ غونډه کې په ښکاره ویلي و، چې ښه طالبان افغانستان کې زموږ د دفاع جګړه کوي.

نوموړي زیاته کړې وه، يو باید د پاکستان د پوځ څخه مننه وکړل شي او دعا ورته پکار ده او بيا دې طالبانو ته پکار ده، چې ستا جنګ دوی کوي لګيا دي.

تر دې ور وړاندې بیا په ښکار پاکستان کې د افغان طالبانو د جګړې لپاره چندې ټولېدې او دغه راز پر ټوېټر تر ټولو لوړ ټرینډ پرمخ چلېده چې البان زموږ ساتونکي دي.

په دې ټرینډ کې تر15000 زیات ټویټونه شوي و، اؤ زیاتره خلکو په کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو هېلې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com