اتمر له قطري او ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

3 سرطان 1400 ساعت 8:38

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني او د ایران له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني او د ایران له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، قطري چارواکو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

سرچینې د شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له قوله ویلي، قطر پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني په خبره قطر تل هڅه کړې چې افغان حکومت او طالبان د جګړو پای ته رسېدو ته وهڅوي او بین الافغاني مذاکرات چټک شي.

د خبرپاڼې له مخې حنیف اتمر د بېلو بېلو برخه کې د قطر همکاري مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له افغان سولې سره ددغه هېواد همکاري اړینه ده او باید خپلې هڅې و نه سپموي.

بل خوا ښاغلي اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزير له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره هم وکتل او د کابل او تهران ترمنځ یې د مخ پر وړاندې دوستانه او نېکو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په هکله خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي، د ایران ځانګړي استازي د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ایران د افغان سولې خبرو کوربه توب ته چمتووالی لري.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com