هندي رسنۍ د قطري چارواکو له قوله وايي، چې هندي چارواکو په قطر کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد ال قحطاني له قوله ویلي چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.
ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د هندي چارواکو د لیدنې خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو اوونیو کې دوه ځله دوحې ته تللی او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.
ورځپاڼې د قحطاني له قوله ویلي، دا فکر باید ونه شي چې طالبان به په راتلونکې کې پر ټول افغانستان واک وچلوي، خو ټینګار کوي چې دا ډله د دغه هېواد په راتلونکې کې مهم او کلیدي رول لري.
قحطاني ویلي، افغانستان نباید د نیابتي جګړو پر ډګر بدل شي ځکه، امن او با ثباته افغانستان د پاکستان، هند او ټولې سیمې په ګټه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل