بدخشان کې د شورابک د اوبو او برېښنا بند بشپړ شو

1 سرطان 1400 ساعت 12:07

د اوبو ملي اداره وايي، د بدخشان ولایت د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.


د اوبو ملي اداره وايي، د بدخشان ولایت د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، دا بند د جرمني د ۴۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې بند د درېیو توربینونو په لرلو سره ۷.۵ مېګا واټه برښنا تولیدوي او د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برښنا رسوي.

د اوبو ملي ادارې ویاند زیاتوي، د دې بند چارې د ٥ کلونو په موده کې بشپړې شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کمال خان په ګډون یو شمېر نور بندونه هم ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com