۰
عمران خان:

پاکستان او امریکا په افغانستان کې ګډې ګټې لري

سی شنبه ۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۱
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، اسلام آباد او واشنګټن په افغانستان کې ګډې ګټې لري له همدې هم په دغه هېواد کې د خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمېدو ملاتړ دي.
پاکستان او امریکا په افغانستان کې ګډې ګټې لري
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، اسلام آباد او واشنګټن په افغانستان کې ګډې ګټې لري له همدې هم په دغه هېواد کې د خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمېدو ملاتړ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره خبرو کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي، دوی د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او انتخاب رامنځ ته کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ لاسوهنه ګټوره نه ده، تر ګټو یې زیانونه ډېر وي او دا تاریخ ثابته کړې ده.

د عمران خان په وینا پاکستان د افغان کشالې د حل لپاره کافي تجربې لري او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

نوموړي ویلي په سیمه کې د امریکا حضور، د ډرون الوتکو بریدونه او د جګړې دوام به د امریکا دښمنان ډېر کړي له همدې امله دوی په هېڅ صورت امریکا ته د اډو له ورکړې سره موافقه نه کوي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان حکومت ټول لوړپوړي چارواکي دغه هېواد د ترهګرو او په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړی بولي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي