د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ طلبان وژل شوي دي

27 جوزا 1400 ساعت 11:13

ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پرون د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په بیانخېل سیمه کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه بریدونو کې د ۱۱ پاکستانیانو او دوه قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com