امنیتي چارواکي وايي وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده کړو انستتیوت اور اخیستی او سخت زیان ور رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عبدالوکیل خان په نوم د زدهکړو انستتیوت چې د مرکز ميدان په فاروق خېل سیمه کې موقعیت لري پرون وروسته له هغې اور واخیست چې د هاوان یوه مرمۍ په کې ولګېده.
د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو ډېره هڅه وکړه، چې دغه روزنیزه ودانۍ له بشپړ سوځېدو وژغولي.
د قول اردو په خبرپانه کې د دغه پېښې مسوول طالبان بللی شوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل