۰

کرونا، ۵۶ تنه وژلي او ۱۸۲۲ نورې پرې اخته شوي

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۴
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کرونا، ۵۶ تنه وژلي او ۱۸۲۲ نورې پرې اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، له پرون راهیسې د کرونا له امله ۵۶ کسان مړه شوي او ۴۰۹ نور بیا روغ شوي دي.

د وزارت په وینا تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۷ زره او ۷۱۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳۴۱۲ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي وو، چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې کورونا وبا لا پراختیا ومومي.

هغه له هېوادوالو غوښتي وو،چې د دغه ویروس د دریېمې او خطرناکې څپې د پراخېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي