۰

دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۴
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د څه باندې ۱۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د څه باندې ۱۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې اوښتې ده.

ننګرهار، لوګر، پکتیا، اروزګان، هرات، غور، فاریاب او هلمند هغه ولایتونه دي، چې په کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه اتو واړه ولایتونو کې د نښتو او عملیاتو پر مهال ۹۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزرات وايي، افغان ځواکونو د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړي او ۲۱ کړۍ ډول ډول مایونه یې کشف او شنډ کړي دي.

دفاع وزرات په جګړو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ملي دفاع وزارت له پرون راهیسې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکوي، چې له پرون راهیسې کابو درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

اروزګان کې ګیزاب، غور کې شهرک او فاریاب کې دولت آباد هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي