دې هېل: پاکستان باید د ترهګرو ملاتړی هېواد اعلان شي

18 جوزا 1400 ساعت 11:10

دې هېل نشریې په یوه مقاله کې وايي، اوس د دې وخت رارسېدلي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.


دې هېل نشریې په یوه مقاله کې وايي، اوس د دې وخت رارسېدلي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشريې په مقاله کې زیاته کړې، افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل پاکستان و.

د سرچینې په وینا پاکستان دوه مخې لوبه کوله او دلته یې د ترهګرۍ ضد یو نړیوال ماموریت له ناکامۍ سره مخ کړ.

په مقاله کې ویل شوي، پاکستان له یوې خوا له امریکا سره د مرستې ژمنې کولې او میلیاردونه ډالر مالي مرسته یې تر لاسه کوله خو له بلې خوا د طالبانو او حقاني شبکې ستر ملاتړی و.

مقاله کې زیاته شوې، یوازې دا نه بلکې په ځلونو هېوادونو ادعا کړې چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی دی.

دې هېل په مقاله کې راغلي، پاکستان د هند د ځپلو لپاره په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته ادامه ورکړې ده، نو له همدې امله د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته په کار ده چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه معرفي کړي او پر وړاندې یې له فشارونو کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com