د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان: امریکا کولی شي کابل کې خپل سفارت وتړي

18 جوزا 1400 ساعت 11:00

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي وايي، امریکا کولی شي د نه امنیت ساتنې په صورت کې افغانستان کې خپل سفارت وتړي.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي وايي، امریکا کولی شي د نه امنیت ساتنې په صورت کې افغانستان کې خپل سفارت وتړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي جنرال له خبریالانو سره تازه خبرو کې ویلي، کابل کې د امریکا سفارت د امنیت مسوولیت پر افغان حکومت دي.

نوموړي زیته کړې، افغان حکومت او دغه هېواد ژمن دی، چې کابل کې به د امریکا سفارت ساتي خو په وینا یې له دې هر څه سره امریکا کولی شي، خپل سفارت په کابل کې وتړي.

جنرال مکېنزي ویلي، دا کار هغه مهال شونی دی، چې د افغان حکومت غوښتنه وي او یا د جمهوریت او طالبانو یو ګډ حکومت دا پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې دغه امریکايي جنرال ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د خپلو وګړو ستانې ته ژمن دي او په دې برخه کې په هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان د افغانستان د راتلونکې په اړه ویلي، دوی د هر ډول ګواښ پر وړاندې پر وخت د ځواب وړتیا لري او په وینا یې هر څه له نږدې څاري.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com