۰

پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان په مشروط ډول خپله خاوره کې د امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې لپاره چمتو دی.
پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان په مشروط ډول خپله خاوره کې د امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې لپاره چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي،د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي او د دې هېواد د دفاع وزير لويد اسټين هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، پاکستان په دې شرط امریکا ته د پوځي اډې ورکولو خبره منلې چې هر هغه هدف چې د پاکستان له قلمرو څخه افغانستان کې په نښه کېږي بايد لومړی د دوی موافقه پرې واخيستل شي.

امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې خبر په لومړي ځل پاکستاني رسنیو هم خپور کړ، خو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې رد کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي