۰

اروزګان کې جګړې: افغان ځواکونو له ګیزاب ولسوالۍ هم شاتګ کړی دی

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ارزوګان ولایت کې جګړو زور اخیستی او افغان ځواکونه له ګیزاب ولسوالۍ څخه هم شاتګ کړی دی.
اروزګان کې جګړې: افغان ځواکونو له ګیزاب ولسوالۍ هم شاتګ کړی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ارزوګان ولایت کې جګړو زور اخیستی او افغان ځواکونه له ګیزاب ولسوالۍ څخه هم شاتګ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، افغان ځواکونه په بشپړه توګه له ګیزاب ولسوالۍ وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټول امنیتي ځواکونه د ټپیانو په شمول یوې امن سیمې ته رسېدلي او یو فرد هم نه برمته شوی او نه هم تسلیم شوی دی.

په ورته وخت والي وايي، چورې ولسوالۍ کې هم سخته جګړه شوې، چې په کې څلور افغان سرتېري او ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ سرتېري او ۲۰ طالبان ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ شېرزاد زیاتوي، چې طالبانو وړمه شپه پر چنارتو ولسوالۍ هم ډلیز بید کړی و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شا وتمبول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو پرون د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ څخه هم تکتیکي شا تګ کړی و او دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي