۰

د اورپايي ټولنې استازي د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي

دوشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تایید کړې، چې د دوی د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په سرپرستۍ طالب پلاوی د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
د اورپايي ټولنې استازي د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تایید کړې، چې د دوی د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په سرپرستۍ طالب پلاوی د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ډاکتر محمد نعیم ورګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې دغه لیدنه پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې ده.

دی وايي، د طالبانو پلاوي د توماس نیکلسن ټاکنه د طالبانو د امارت او اروپايي ټولنې تر منځ د اړیکو ټینګولو برخه کې یو ښه اقدام وباله.

ډاکتر نیم وايي، دغه لیدنه کې د سولې په روانې پروسې، د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د اروپايي ټولنې په بشردوستانه مرستو، د بهرنیو ديپلوماتانو امنیت او بشري مرستو رسوونکو په اړه خبرې اترې وکړې.

دی وايي، طالب پلاوي د اروپايې ټولنې ځانګړي استازي او ورسره پلاوی ته ډاډ ورکړ، چې د ديپلوماتانو او بشردوستانه مرستو کارکوونکو امنیت ته به پاملرنه کوي، ځکه په وینا یې دا د هېواد ملي ګتې او مسوولیت دی.

د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې تر استازي یوه ورځ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز هم له طالب او افغان حکومت مرکچي پلاویو سره پر سولې او امنیت خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي