د کابل پولیس وايي، دوی هغه دوه کسان نیولي، چې د کابل ښار یوه روغتون کې یې ډاکتران وهلي ډبولي و او د روغتون وسایل یې مات کړي وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غبرګولي ۱۳ مه د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند جناح روغتون کې د کورنا یو ناروغ مړ کېږي او وروسته یې خپلوان د روغتون ډاکتر وهلي ډبوي او د روغتون تجهیزات ماتوي.
دغه پېښې وروسته به خواله رسنیو د خلکو سخت غبرګونونه راوپارل او له حکومته یې وغوښتل، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د خلکو تر غبرګون وروسته ولسمشر غني اړوند بنسټونو ته لارښوونه وکړه، چې د هغه کسانو پر وړاندې قانوني چلند وکړي، چې ډاکتر یې وهلي ډبولي دي.
د ولسمشر له دې امر وروسته د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، دوی پرون د ګل محمد او حبیب الله په نوم هغه کسان نیولي، چې د جناح روغتون ډاکتر یې وهلي ډبولي وو.
د کابل پولیس خبرداری ورکړی، هر چا چې ډاکتران وګواښل یا یې پر وړاندې تاوتریخوالی وکړ نو د دوی له خوا به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
امنیه قومانداني وايي، په دې سختو ورځو کې، چې وبا لګېدلې او ډاکتران تر ځان تېر د ناروغانو درملنه کوي، نو باید خلک هم له دوی سره ودرېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل