سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د دوه امنیه قوماندانو په ګډون ۸ پولیس د وسله والو طالبانو به ډلیز برید کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان د پولیسو ویاند جاوید احمد بشارت وايي، طالبانو تېره شپه په جلګې او برکي ولسوالیو بریدونه کړي وو.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د یادو ولسوالیو د امنیه قوماندانانو حق بین او ګلبدین غفوري په ګډون ۸ پولیس وژل شوي دي.
دی وايي، په نښته کې ۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي، پنځه ټپیان او یو پولیس لادرکه شوی، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
جمهورخبري آژانس:کابل