د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنوبي آسیا او مشترک المنافع هېوادونو په چارو کې د انګلستان د وزیر لارډ طارق احمد سره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ښاغلي اتمر او طارق احمد ویډیويي خبرې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه شوې.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د افغانستان د سولې، د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام او پراختیا خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي اتمر په تېرو دوه لسیزو کې د انګلستان له همکاریو او مرستو د مننې تر څنګ د سولې برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا ټینګار کړي او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم باید له افغانستان څخه غوڅ ملاتړ وشي.
په ورته وخت طارق احمد افغانستان ته د انګلستان د لوری درستیز پر سفر او د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کړې او د سولې په برخه کې یې د انګلستان د همکارۍ او سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې په دغه کنفرانس کې دواړو لورو د کابل او لندن تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا خبرې او ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل