۰

ننګرهار کې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۸
ننګرهار ولایت کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو او سرچینو په وینا ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
ننګرهار ولایت کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو او سرچینو په وینا ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړي راپورونه وايي، چاودنه نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بارګینو سیمه کې شوې ده.

راپورنه وايي، چاودنه د صفر دوه ځواکونو په موټریز کاروان شوېو چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

خو د ننګرهار د دولتي روغتون ویاند ګلزاده سنګر ویلي د پېښې له ځایه ورته د ملکیانو دوه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې یو په کې نظامي عسکر او نور عام وګړي دي.
 
د ننګرهار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې مسوولیت چا اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي