د کابل شمال کې د برېښنا د الوزول شوې ستنې د رغولو چارې پیل شوې

12 جوزا 1400 ساعت 8:37

د برېښنا شرکت وایي، د کابل شمال کې د برېښنا د یوې الوزول شوې پایې د رغولو چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به برېښنا بېرته وصل شي.


د برېښنا شرکت وایي، د کابل شمال کې د برېښنا د یوې الوزول شوې پایې د رغولو چارې یې پیل کړې او ډېر ژر به برېښنا بېرته وصل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه ماښام مهال د برېښنا یوه پایه د نامعلومه کسانو له خوا په بمونو والوزول شوه.

د دغه پایې د نړولو سره سم پر کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوه او کابل ښاریو ټوله شپه په تیاره کې تېره کړه.

برېښنا شرکت وايي، د دوی تخنیکي ټیم پوره چمتوالی لري، چې د پایې د بېرته رغولو لپاره سیمې ته ولاړ شي او چې څنګه زمینه برابره شي کار به پیل کړي.

دغه شرکت ویلي، د پایې د جوړېدو او برېښنا د وصل کېدو په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې د کابل شمال کې د برېښنا پایې الوزول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار دغه کار شوی او پر کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو په شپو او ورځو برېښنا پرې شوې ده.

جمهور خبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com