۰

غزنې کې یو قومي مشر  او کونړ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوي

سی شنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دوه جلا امنیتي پېښو کې په غزني کې یو تن قومي مشر او په کونړ ولایت کې د طالبانو د سړې قطعې یو قوماندان وژل شوي دي.
غزنې کې یو قومي مشر  او کونړ کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دوه جلا امنیتي پېښو کې په غزني کې یو تن قومي مشر او په کونړ ولایت کې د طالبانو د سړې قطعې یو قوماندان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غزني کې وژل شوی قومي مشر محمد عظیم مسلم جار نومېږي، چې یو وخت د دغه ولایت د اوبو رسولو چارو رییس هم پاتې شوی وو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، قومي مشر مسلم جار باندې نن سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور مخې ته د وسله والو له خوا برید شوی او وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د غزني د والي ویاند دا د طالبانو کار بولي.

بل خوا د کونړ امنیه قوماندان فرید الله دهقان وايي، په یوه ماین چاودنه کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان سلمان وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر قوماندان سلمان تېره شپه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې په کوټکي سیمه کې ماین چاودلي، چې په کې دی او یو ملګری یې دواړه وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي