پولیس تاییدوي، چې د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه ماښام مهال رامنځ ته شوی دی.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، طالبانو د هاموي ټانک موتر په واسطه په امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید کړی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بغلان