د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی به د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې ناجیې انوري ویلي ټاکل شوې مرکچي پلاوی سبا سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.
نوموړې وايي، د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي به سبا قطر ته ولاړ شي او یو شمېر نور به یې له هغې وروسته دوحې ته ورسېږي.
دا چې د سولې خبرې به بیا کله پیل شي مېرمن انوري جزیات نه دي ورکړي خو وايي، تېر کوچني اختر کې مرکچي ټیمونو تر منځ د یوې ګډې ناستې پر مهال د سولې خبرو پر ژر پیلېدو او د دغه بهیر پر چټکېدو باندې ټینګار شوی وو.
مېرمن انوري وایي، دا ځل به مذاکرات له هغه ځایه پیل شي، چې بند شوي و او په خبره یې د جمهوریت مرکچي ټیم به په یوه قوي ارادې، پوره ژمنې او ښه چمتوالي سره مذاکراتو کې ګون وکړي.
د هغې په وینا د جمهوریت د پلاوی ټوله هڅه دا ده، چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف مذاکرات په بریالیتوب او ښه نتیجې سره پای ته ورسوي.
د یادونې ده، چې پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو، چې د سولې خبرې به ژر پیل شي.
دغه راز ویل کېږي قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی هم خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو تر اوسه په رسمي ډول دغه ډلې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل