د هند د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

10 جوزا 1400 ساعت 9:50

هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو ویلي، جي شنکر دا مهال په امریکا کې دی او هلته یې د دې هېواد له بېلا بېلو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

سرچینې وايي، جي شنکر د نورو موضوعاتو تر څنګ تر ډېره پر افغان سوله له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

له امریکا يي چارواکو سره د شنکر د لیدونو څخه یوه هم له دفاع وزیر لویډ آشټن سره د هغه لیدنه ده.

نوموړي په دغه کتنه کې د امریکا دفاع وزیر ته ویلي، هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او د دغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.

جي شنکرډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

په ورته وخت امریکایي لوري هم د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ویلي یې دي، څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com