سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه زوی خپل پلار په چاړه حلال کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۹ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
دغه پلار او زوی په اصل کې د مومندرې ولسوالۍ دي، خو قتل به دوربابا ولسوالۍ کې شوی دی.
د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان وايي، یوه زوی د خپل خسر په ملتیا خپل پلار له مومند درې ولسوالۍ دور بابا ولسوالۍ ته وړی او هلته یې په ډېره بې رحمۍ سره په چړو حلال کړی دی.
د پېښې لامل تر اوسه دقیق نه دی معلوم خو ځايي خلک وايي، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار پولیس وايي، د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او پلټنې پیل شوې دي، چې معلومات به وروسته له رسینو سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار