راپورنه وايي، امریکا کې درې تنه وسله والو پر خلکو ډزې کړې او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک یو کنسرت ته په تمه و.
د میامي پولیس وايي، درې وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې، چې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، په ټپیانو کې د ځينو روغتیایي حالت نازک دی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
دا په تېرو دوه اونیو کې درېیم ځل دی، چې امریکا کې دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل