په تېره یوه میاشت کې ۷۷۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

10 جوزا 1400 ساعت 8:51

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۷۷۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۷۷۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین خبريالانو ته و ویل، د طالبانو به بریدونو کې ۲۴۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، طالبانو له ملکي اهدافو د سپر په توګه کار اخلي، ملکي اهداف په نښه کوي، نو ځکه دغه ډله د ملکي تلفاتو مسوله او دا کارونه یې جنګي قوانینو کې جنایت بلل کېږي.

ارین په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ډېره پورې د طالبانو د دغه جنایتونو ځواب ویلی دی.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې د ملکي وګړو په تلفاتو کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com