د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې نن یکشنبې د غبرګولي ۹ مه د مرکچي پلاوي له غړو سره تر لیدنې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.
نوموړي ویلي، د افغان مرکچي پلاوي سره یې لیدنه کې پر بېلو مهمو مسایلو خبرې شوې او ټینګار وشو، چې هېواد کې باید روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.
ډاکتر عبدالله ټینګار کړی، چې افغان حکومت د سولې او ثبات راتګ ته ژمن دی او ټول تمرکز یې پر مذاکراتو دی تر څو جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.
ښاغلي عبدالله دا هم ویلي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته په ټپه ولاړ مذاکرات به بیا ځلې پيل کړي، څو ژر یوې نتیجې ته ورسېږي.
دا چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ به خبرې کله پیل شي لا معلومه نه ده او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل