امریکايي ځواکونو یو بل کمپ هم افغان ځواکونو ته وسپاره

8 جوزا 1400 ساعت 8:04

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سره سم امریکايي ځواکونو دا ځل کابل کې یو کمپ خالي کړی او افغان ځواکونو ته یې سپارلی دی.


له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سره سم امریکايي ځواکونو دا ځل کابل کې یو کمپ خالي کړی او افغان ځواکونو ته یې سپارلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نوي کابل کمپ پرون جمعه د غبرګولي ۷ مه د افغان او امریکايي چارواکو په شتون کې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د ملي دفاع وزرات مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دغه کمپ د سپارلو مراسمو کې د وزرات مرستیال او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون درلود.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو دفاع وزرات وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال او د اډو سپارلو بهیر په بریالۍ توګه د عملي کېدو په حال کې دی.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم بهرنیو پوځیانو په یو شمیر ولایتونو کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي، چې یو هم ترې د کندهار هوايي ډګر دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې سره سم ټول امریکايي ځواکونه د روان کال میلادي کال تر سپټمبر پورې وتونکي دي، خو د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي، ښايي ځواکونه یې تر ټاکلې نېټې وړاندې جولای کې له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا دفاع وزیر لوید آشټن ویلي تر اوسه پورې له افغانستان ۲۵ سلنه ځواکونه وتلي او دا لړۍ خورا په چټکۍ او ښه توګه روانه ده.

بل خوا ویل کېږي امریکا خپل ۶۰۰ سرتېري افغانستان کې ساتي تر څو کابل کې د خپل سپارت ساتنه پرې وکړي.

جمهورخبري آژنس:کابل
 


د مطلب کود: 139211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com