امریکايي سناتور:

له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د بایډن خطرناک پلان دی

5 جوزا 1400 ساعت 8:37

د امریکا د سنا جرګې د اکثریت مشر مېچ مکانیل له افغانستان د امریکايی ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه سخته نیوکه کړې او دا یې د هغه خطرناک پلان بللی دی.


د امریکا د سنا جرګې د اکثریت مشر مېچ مکانیل له افغانستان د امریکايی ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه سخته نیوکه کړې او دا یې د هغه خطرناک پلان بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکانېل چې پرون سه شنبې د غبرګولي ۴ مه سنا جرګې ته وینا کوله د بایډن دا پرېکړه یې وغندله او ویې ویل، چې دا د ستراتېژیکه یا د ویښو مازغو پرېکړه نه ده.

نوموړي زیاته کړه، ډېر دلایل شته چې باور وشي القاعده به په خپله تاریخي خوندي پناهځای کې بیا ځان منظم کړي.

سناتور مکانل افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له نشتوالي پرته د تروریستي ضد، څارونکو او جنګي عملیاتو په برخه کې د امریکايي پوځیانو پر وړتیا هم شک څرګند کړ.

د امریکا د سنا جرګې د اکثریت مشر د پوښتنې په ډول زیاته کړه، که طالبان کابل ونیسي، ایا د بایډن اداره به یې د افغانستان د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني؟

ده و ویل«حقیقت دا دی چې دوی (د بایډن اداره) نه پوهېږي، دوی څه نه شي ویلی، دوی کوم پلان نه لري.»

خو په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي سناتورانو بیا له افغانستان د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او د بایډن دا پرېکړه یې ستایلې ده.

دوی په یوه لیک کې بایډن ته ویلي، له دې سره به د امریکايي مالیه ورکوونکو۵۰ ملیارد ډالره وسپمېږي او په امریکا کې به پر هغه کسانو ولګېږي، چې د استوګنې کورونه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139159

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139159/

جمهور
  https://www.jomhornews.com