۰

د فراه ګمرک کې بیا اور لګېدلی

سی شنبه ۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۴
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت ګمرک کې بیا اور لګېدلی او زیان یې اړولی دی.
د فراه ګمرک کې بیا اور لګېدلی
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت ګمرک کې بیا اور لګېدلی او زیان یې اړولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اور نن سه شنبې د غبرګولي ۴ مه د ایران پولې ته څېرمه په ابونصر فراهي بندر کې لګېدلی دی.
 
د فراه ولایت ولایتي شورا غړي، شاه محمد نعیمي وايي، د سوند توکو څخه ډک یو ټانګر لومړی چپه شوی او بیا یې اور اخیستی، چې له امله یې اور ډير نه دی پراخ شوی.
 
سیمه ییز چارواکي وايي، اور کابو شوی او لږ زیان اوښتی دی.

د یادونې ده، چې کابو دوه میاشتې وړاندې هم په همدې بندر کې د تیلو او ګازو ټانکرو اور اخیستی و، چې میلیونه ډالر زیان یې واړاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي