ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو دا ځل په هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۱ تنه یې ترې راخوشي کړي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبط د غبرګوني ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ په مرواه سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.
سرچینه وايي، په دغه چاپه کې د طالبانو زندان مات او د ۱۹ نظامیانو په ګډون ۴۱ تنه ملکي وګړي له دغه زندان څخه راخوشي کړل شول.
ملي دفاع وزرات وايي، په عملیاتو کې ۷ طالبان هم وژل شوي اویوه اندازه وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې هم د طالبانو یو زندان مات کړی او ۸ تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل