د زابل پر شهر صفا د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی

2 جوزا 1400 ساعت 10:25

د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لوی برید یې مات او طالبان یې په شاه تمبولي دي.


د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لوی برید یې مات او طالبان یې په شاه تمبولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي زیاتوي، طالبانو تېره شپه (د غبرګولي اوله) د شهر صفا پر مرکز او د کلات – شهر صفا تر منځ په لویه لار بریدونه پیل کړل.

قوماندان وايي، پولیسو له وړاندې چمتوالی درلود او په جګړه کې یې ۲۰ طالبان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د امنیه قوماندان په وینا جګړه کې یو پولیس هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 139061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com