پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاییدوي، چې غلو د مسعود په نوم یو ځوان په مکروریانو سیمه کې وژلی دی.
دی وايي، پېښه جنايي ده، چې په اړه یې څېرنې روانې دي او پولیس هڅه کوي، قاتل وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل