دفاع وزارت بغلان ولایت کې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن شنبې د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څأور نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت دا هم ویلي، چې دې عملیاتو کې د طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نهرین، دله، جوی کلان، حافظ بچه، بغله ګی سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل