پر ډېورنډ کرښه بیا جګړه شوې ده

7 ثور 1400 ساعت 9:25

افغان پوځي چارواکي وايي، د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ په ډېورنډ کرښه یو ځل بیا جګړه شوې ده.


افغان پوځي چارواکي وايي، د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ په ډېورنډ کرښه یو ځل بیا جګړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان چارواکي زیاتوي، پاکستاني لوري د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې د اغزن تار غځولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه او جګړه پیل شوه.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي وايي، نښتې څه باندې یو ساعته دوام درلود چې په ترڅ کې یې یو سرحدي سرتېری ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونه دا مهال په لومړۍ درجه تیارسۍ حالت کې دي او پاکستاني لوري ته به د اغزن تار د غځولو اجازه ورنه کړي.
 
په ورته وخت د سیمې خلک وايي، پاکستاني لوری له تېرو دوه اوونیو راهیسې هڅه کوي، لقمان کلي کې اغزن تار تېر کړي، خو د سیمې اوسېدونکو یې مخالفت کړی دی.

د پرونې جګړې له امله د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار هم تر جګړې وروسته د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

پاکستاني لوري تر دا مهاله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د رامنځته شوي جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره ورځ کابل کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدنه کې پر افغان سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com