ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د کابو ۷۰ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن یکشنبې د وري ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، غزني، زابل، کندهار، هرات، فراه او بلخ ولایتونو کې اوښتې ده.
د سرچینې په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایتونو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه دفاع زارت وايي، د طالبانو ۳۴ کړۍ مایونه هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورخبري آژانس:کابل