افغان حکومت د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو تر سپټمبر پورې له افغانستان څخه وځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره شپه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه نوره پای ته ورسېده او امریکایي سرتېري به د مۍ له اولې په وتلو پیل وکړي او تر سپټمبر پورې به ټول له افغانستان څخه ووځي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، دوی د امریکا د ولسمشر د دغه پرېکړې چې امریکايي ځواکونه وباسي درناوي کوي.
ښاغلي محب په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانان د نړېوال تروريزم د لومړۍ کرښې قربانيان دي چې نړېوال تروريزم په ضد د افغان ولس او افغان امنيتي ځواکونو بې شمېره قربانۍ د يادونې وړ دي.
محب زیات په دوحه کې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې تړون را وروسته د ترهګرو ضد ټول عمليات د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا رهبري او ترسره شوي دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه راز ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په سوچه افغاني اراده د افغانستان د دفاع صلاحيت لري او په مېړانه به د دې وطن دفاع وکړي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان د خپلو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان کړه افغان حکومت یې د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي چې د متحده ايالاتو د ولسمشر ښاغلي جوبايډن له خوا د امريکايي ځواکونو د وېستلو د پرېکړې درناوی کوي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانان د نړېوال تروريزم د لومړۍ کرښې قربانيان دي چې نړېوال تروريزم په ضد د افغان ولس او افغان امنيتي ځواکونو بې شمېره قربانۍ د يادونې وړ دي.
محب زیاتوي چې په دوحه کې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې تړون را وروسته د ترهګرو ضد ټول عمليات د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا رهبري او ترسره شوي دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه راز ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په سوچه افغاني اراده د افغانستان د دفاع صلاحيت لري او په مېړانه به د دې وطن دفاع وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل