۰

امریکایان پنځه میاشتې نور هم له افغانستان څخه نه وځی

چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې امریکايي ځواکونه به پنځه میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.
امریکایان پنځه میاشتې نور هم له افغانستان څخه نه وځی
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې امریکايي ځواکونه به پنځه میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له طالبانو سره د امریکا د دوحې په هوکړه کې ټاکل شوې چې ټول بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال د مي تر اولې پورې له افغانستان څخه وځي.

طالبانو دا هوکړه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له امریکايي ادارې سره کړې وه خو د ولسمشر جوبایډن په راتګ سره نوې ادارې په وار وار ویلي، چې پر ټاکلې نېټه د امریکايي ځواکونو وتل ستونزمن کار دی.

تازه امریکايي واشنګټن پوست ورځپانې راپور ورکړی، چې امریکا د مي له اولې پنځه میاشتې نورې هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

دغه ورځپاڼې ویلي، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې ټول ځواکونه به د روان کال د سپټبمر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستان څخه وباسي.

خو طالبانو په وار وار ویلي، که بهرني ځواکونه له دوی سره د کړې هوکړې سم د مۍ تر اولې افغانستان څخه ونوځي نو دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي