علي احمد جلالي:

د ترکیې ناسته مهمه ده، ښکېل اړخونه باید د شخصي ګټو پر ځای د افغانانو ګټو ته ارزښت ورکړي

23 حمل 1400 ساعت 11:20

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته خورا مهمه او برخلیک ټاکونکې بللې ده.


د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته خورا مهمه او برخلیک ټاکونکې بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جلالي په خپله تازه مرکه کې ویلي، د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او ښکېل لوري به تعهدات رامنځ ته کوي.

د هغه په وینا د دې تر څنګ به د سیمې پیاوړي هېوادونه د دغه تعهداتو او هوکړې د عملي کېدو تضمین کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې همدې ته په کتو ښکېلې خواوې باید په دغه ناسته کې د خپلو ګټو پر ځای د عامو افغانانو ګټو ته ارزښت ورکړي او د جګړې پر پای ته رسېدو سره سلا شي.

ښاغلي جلالي دا هم ویلي، چې د خبرو پر مهال ځان پیاوړي ښودلو او امتیاز تر لاسه کولو لپاره د جګړې شدت د منلو نه دی او دا د دواړو لورو اخلاقي او انساني مسوولیت دی، چې د خبرو پر مهال تاوتریخوالی راکم او جګړه ودروي.

ځینې راپورنه وايي، ټاکل شوې د ترکیې ناسته د روانې مارچ میاشتې ۲۷ مه استانبول ښار کې جوړه شي، خو افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په یوه لویه غونډه کې و ویل ښايي دغه غونډه روانه اوونۍ وشي خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.

ښاغلي صالح زیاته کړه، چې د غونډې مهم ټکي اوربند، د ارزښتونو ساتل او د راتلونکي حکومت پر جوړښت راڅرخي خو په وینا یې که طالبان بیا هم د تېر په څېر ځان د ولس کل وښيي د سولې خبرې پرمختګ نه شي کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138116

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com