۰

امریکا پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو برید غندلی

پنجشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۰
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د هاوان برید غندلی او دا یې د سولې بهیر د هڅو ګډوډول بللي دي.
امریکا پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو برید غندلی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د هاوان برید غندلی او دا یې د سولې بهیر د هڅو ګډوډول بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي که څه هم د هاوان دا برید مرګ ژوبله نه لري خو د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې اوسنۍ فرصت ګډوډوي.

نوموړي ویلي«موږ تل له خپلو سرتیرو څخه د شخصي دفاع حق لرو، خو په اوس وخت کې دلته زموږ تمرکز له دیپلوماتیکو هڅو د ملاتړ لپاره دی ترڅو وشو کولی چې د مذاکراتو له لارې یوې تلپاتې سولې او سیاسي توافق ته په رسېدو دا جګړه پای ته ورسوو.»

له بګرام وروسته د کندهار هوايي ډګر په افغانستان کې  بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز دی، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ۷۰۰ سرتېري په کې مېشت دي.

دا په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته دویم برید دی، چې پر بهرنیو ځواکونو یې کوي.

طالبانو وړاندې په پکتیا کې پر هغه مرکز هم د هاوان برید کړی و، چې بهرني ځواکونه په کې مېشت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي