سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د وري ۱۹ مه د کندوز ولایت په آبدان دښته کې رامنځ ته شوې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد نعیم وایي، د پېښې له ځایه دوی ته دوه مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.
د هغه په وینا ولسي خلک په یوه موټر کې واده ته روان و، چې چپه شوې او په وژل شویو کې یوه ښځه او یو بل کس شامل دی.
نوموړي د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل