۰

ننګرهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د وري ۱۸ مه سهار د جلال آباد ښار د دویمې ناحیې اړوند لغمان اډې سره نېږدې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د سړک د غاړې یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د دریو پولیسو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي