۰

لاوروف او جي شنکر: افغانستان کې داسې سوله غواړو چې ټول په کې وي

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران سرګي لاوروف او اېس جي شنکر وايي، دوی په افغانستان کې داسې سوله غواړي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.
لاوروف او جي شنکر: افغانستان کې داسې سوله غواړو چې ټول په کې وي
د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران سرګي لاوروف او اېس جي شنکر وايي، دوی په افغانستان کې داسې سوله غواړي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه د یوه ۱۳ کسیزه پلاوي په مشرۍ هند ته تللی و او هلته یې له خپل هندي سیال او نورو چارواکو سره ولیدل.

هند ته د لاوروف او وروسره پلاوی د سفر موخه د افغان سولې په تړاو وه او هلته یې له هندي چارواکو سره پر افغان سولې او د افغانستان په وضعیت خبرې کړې دي.

دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړي، چې افغان ستونزه د جګړې نه بلکې د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده.

دوی دواړو ټینګار کړی، چې مسکو او ډیلی په افغانستان کې د داسې سولې پلوي او غوښتونکي دي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

لاوروف له جي شنکر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، چې طالبان د افغان ټولنې یوه برخه ده نو ځکه باید د افغان سولې مسئلې د هواري په پرېکړه کې د افغان ټول سیاسي قومي او مذهبي ډلې شاملې وي، که نه دغه هېواد ته سوله او ثبات نه شي راتلای.

نوموړي ویلي«د افغان سولې په تړاو پرېکړه باید د سیاسي، قومي او مذهبي توازن پر بنسټ وي چې په حکومت کې ټول خپل استازیتوب ولري.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د هند له بهرنیو چارو وزیرسره یې موافقه وکړه چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي په منظم ډول په ارتباط کې وي.
 
په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر بیا د نوي ډیلي اندېښنې ته په نغوتې سره سیاسي حل لاره د دیموکراتیک افغانستان په مانا بیان کړه.

نوموړي و ویل، د هند لپاره، څه چې په افغانستان کې پېښیږي په مستقیم ډول د هند پر امنیت تاثیر کوي.

هغه ویلي«ما خپل نظر شریک کړ چې هلته د هغه هېواد د ننه او شااوخوا پایداره سوله د ټولو په ګټه ده، د سولې بهیر باید پر دې اساسي اصولو ولاړ وي چې ټولو ته د تایید وړ وي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي چې سیاسي حل لاره د خپلواک، حاکم، متحد او ډیموکراتیک افغانستان په معنی ده.

د یادونې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی له هند وروسته پاکستان ته تللی او په اسلام آباد کې به له پاکستاني چارواکو سره هم پر سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي